امنیتي ځواکونو پکتیا کې د انسان تښتونکو شپږ کسیزه ډله نیولې

امنیتي ځواکونو پکتیا کې د انسان تښتونکو شپږ کسیزه ډله نیولې افغانستان
هغه کس تښتولی وو، چې تازه له جرمني څخه هېواد ته راغلی و

کورنیو چارو وزارت وایي، د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په یو لړ هدفي عملیاتو کې د انسان تښتوونکو شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

یاد وزارت ویلي، د انسان تښتوونکو دې شپږ کسیزې ډلې څه موده وړاندې هغه کس تښتولی وو، چې تازه له جرمني څخه هېواد ته راغلی و.

د خبرپاڼې په اساس د امنیتي ځواکونو د پرلپسې هڅو په ترڅ کې دا شپږ کسیزه ډله نیول شوې او تښتول شوی کس یې روغ رمټ له منګولو څخه ژغورل شوی دی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په لویو لارو او ښارونو کې د جنایي جرمونو پېښې په بې ساري ډول کمې شوي او امنیتي ځواکونه شپه او ورځ ټول هیواد کې د غوره امنیت د ټینګښت په موخه هڅې کوي.

تړلي موضوعات