له سیلاب ځپلو سره د ازبکستان خواخوږي؛ د حیرتان بندر له لارې ۲۰۰ ټنه بشري مرسته افغانستان ته ورسېده
بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې نن له غرمې وړاندې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر د ځانکړي استازي عصمت الله ارګارشیف له لوري له افغان سیلاب ځپلو سره ۲۰۰ ټنه بشري مرسته په حیرتان بندر کې د یاد وزارت اداري مرستیال مولوي رحمت الحق فضیل ته سپارل شوې ده.
د معلوماتو له مخې په دغه مرسته کې ٤٨ ټنه اوړه، ٢٢ ټنه وريجې، ٢٥ زره ليتره غوړي او يوه اندازه غير خوراکي توکي شامل دي، چې ټاکل شوې په وروستیو سیلاب ځپلو به وویشل شي.
د ازبکستان دا بشري مرستې په داسې حال کې هېواد ته رارسېږي، چې تر دې وړاندې د ترکیې او قطر هېوادونو له لوري هم له افغان سیلاب ځپلو سره بشري مرستې هېواد ته را رسېدلي دي.