د افغانستان دفاع وزیر: فلسطين مسئله د نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی

د افغانستان دفاع وزیر: فلسطين مسئله د نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی اسلام او کلتور
د اسلامي نړۍ علماوو سره د افغانستان دفاع وزیر لیدنه

د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد تېر ماښام د اسلامي نړۍ د علماوو له لوړ پوړي پلاوي سره کتنه کې د اسرائیلو له لوري غزه کې روانې بمبارۍ وحشیانه بللې دي.

افغان دفاع وزیر ویلي، « هغه څه چې نن په فلسطین کې روان دي نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی، لکه څنګه چې د اسلامي امارت مجاهدین په خپلو ایماني وسلو سره نړۍ د سترو قدرتونو په مقابل کې بریالي شول؛فلسطینیان به هم خامخا په خپل قوي هوډ دا جګړه ګټي.»

د ملي دفاع وزارت وايي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد دې کتنه کې د اسلامي هېوادونو له هر اړخیزو همکاریو او هر اړخیز ملاتړ څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې داسې ليده کاته به د حکومتونو او خلکو تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

تړلي موضوعات