انتونیو ګوترش: غزه کې وضعیت تر هغه زیات وحشتناک دی، چې په اړه یې ویل کیږي

انتونیو ګوترش: غزه کې وضعیت تر هغه زیات وحشتناک دی، چې په اړه یې ویل کیږي نړۍ
د ملګرو ملتونو انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، هغه څه چې غزه کې یې ګورو د وژنې او ویجاړۍ بې سارې کچه ده، چې انساني کرامت او وقار ته زیان رسوي.

الجزیرې د ګوترش له قوله راپور کې ویلي، غزه کې وضعیت تر هغه څو برابره وحشتناک دی، چې تصور یې کیږي.

نوموړي هیله ښودلې، چې ژر تر ژره د جګړې ښکېلي غاړي اوربند ته ورسیږي.

نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې ملګرو ملتونو تل غزه کې په روان وحشت سترګې پټې کړې او خپله خواخوږي یې یوازې د شعار تر ژبې او غندنې ساتلې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اشغالګرو په بریدونو کې ۷۸ فلسطینیان شهیدان شوي.

تړلي موضوعات