د اسرائیلو د وسلو او توغندیو جوړولو شرکت رافائیل هدف شوی
الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې د ایران نن شپې توغندیزو بریدونو کې د صهیونیستي رژیم د هوايي ځواک اړوند رافائیل شرکت په نښه شوی دی.
رافائیل د اسرائیلو د وسلو، توغندیو، دفاعي سیسټمونو او پوځي ټکنالوژۍ شرکت دی، چې د اسرائیلو له مهمو او حساسو اهدافو څخه شمېرل کیږي.
بلخوا ایراني رسنیو ویلي، چې د ایران توغندیزو بریدونو کې د اسرائیلو یو مهم څېړنیز مرکز هم په بشپړ ډول ویجاړ شوی.
دا د وایزمان څېړنیز مرکز ښودل شوی چې اسرائیلي پوځ ته یې مهم څېړنیز خدمات ترسره کول او د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې یې ورسره پوره همکاري کوله.
وایزمان د اسرائیلو د ساینسي تحقیق لپاره یو پېژندل شوی مرکز ده، چې د اسرائیلو د صنعتي او دفاعي سکتور سره هم تړاو لري.
یاده دې وي، چې نن شپه هم ایران پر اسرائیلي ښارونو او اهدافو پراخ توغندیز بریدونه وکړل چې ډېری توغندي په اهدافو لګېدلي او په نښه شویو سیمو کې اورلګېدنې رامنځته شوې دي.