مکرون له اروپايي ټولنې پر سوریې د بندیزونو لرې کېدل غواړي

مکرون له اروپايي ټولنې پر سوریې د بندیزونو لرې کېدل غواړي نړۍ
فرانسې ته د سوریې اوسني مشر سفر

رویټرز خبري اژانس د راپور په بنسټ، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون چهارشنبه ویلي، راتلونکې جون میاشت کې پر سوریې د اروپايي ټولنې لخوا لګېدلو بندیزونو د پای نېټه ده، چې دی به یې د بیا تمدید په ضد خپله ټوله هڅه وکړي.

د فرانسې لخوا دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې د سوریې اوسني دولت مشر احمد الشرع پرون چهارشنبه اروپا ته په لومړي سفر پاریس ته ورسېد او هلته یې له مکرون سره ولیدل.

اژانس وايي، اروپا ته د الشرع لومړي سفر موخه پر سوریې د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د بندیزونو لرې کېدو سربېره د سوریې اقتصادي پیاوړتیا، کورني امنیت او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې دي.

د اروپايي ټولنې لخوا بندیزونه چې سوریه کې د اسد رژیم په مهال لګېدلي و دا مهال یې د لرې کېدو هڅې روانې دي.

راپور کې د نړېوال بانک په حواله راغلي، سوریه چې د کورنۍ جګړې په مهال زیانمنه شوې بیا رغونه یې څه باندې ۲۵۰ میلیارده  ډالرو ته اړتیا لري.

هېره دې نه وي، چې فرانسې د اسد رژیم په نسکورېدو خوښي څرګنده کړې او له اوسنی حکومت سره اړیکې پیاوړې کړې دي چې په همدې موخه یې تېره میاشت دمشق لپاره شارژدافیر هم وټاکه.

تړلي موضوعات