امریکا پر حوثيانو بمبارۍ دروي

امریکا پر حوثيانو بمبارۍ دروي نړۍ

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون سه شنبه ویلي، امریکا یمن کې په حوثي ځواکونو بمبارۍ دروي او زیاته کړې یې ده، چې دغو ځواکونو هوکړه کړې، چې نور د دوی پر کښتیو بریدونه نه کوي.

اژانس زیاته کړې، د ټرمپ له دې خبرې وروسته عمان د یوې اعلامیې له مخې ویلي، چې د حوثي ځواکونو او امریکا ترمنځ اوربند لپاره یې منځګړیتوب کړی دی او زیاتوي، چې دواړه لوري یو پر بل بریدونه دروي.

رویټرز وايي، د حوثي ځواکونو له لوري په اسرائیلو د بریدونو په اړه ټرمپ او عمان څه نه دي ویلي.

پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو له یرغل او هلته له پراخو وحشتونو وروسته حوثي ځواکونو د اسرائیلو او د دوی د لوی ملاتړي امریکا ګڼې بېړۍ په سور سمندرګي کې په نښه کړې، چې دواړو هېوادونو ته یمن یو لوی سرخوږی جوړ شو.

یاده دې وي، چې ټرمپ د بیا واکمنۍ په اوږدو کې د تېرې مارچ میاشت کې یمن کې په حوثي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړ، چې له امله یې سلګونه یمني خلکو ژوند له لاسه ورکړ.

تړلي موضوعات