یمن د اسرائیلو نړېوال بن ګوریون هوايي ډګر په نښه کړی

یمن د اسرائیلو نړېوال بن ګوریون هوايي ډګر په نښه کړی نړۍ
د یمن له لوري د اسرائیلو بن ګوریون هوایي ډګر په نښه شوی

د اسرائیلو رسنیو خبر ورکړی، چې د یمن یو بالستیک توغندی د اسرائیلي اشغالګرو په ګوریون هوایي ډګر کې لګېدلی.

د راپورونو له مخې دغه بالستیک توغندی د یمن له لوري پر اسرائیلو توغول شوی، چې ګوریون هوایي ډګر کې لګېدلی دی.

د یمن له دې ګذار وروسته اسرائیلي هوایي ډګر تړل شوی او ټولې الوتنې هم ځنډېدلې دي.

تر اوسه د دې پېښې له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

پر غزې د اشغالګرو د وحشیانه یرغل او بریدونو وروسته تر دې دمه یوازینی هېواد یمن دی چې پر اسرائیلو سخت بالستیک توغندیز بریدونه کوي او اسرائیل یې وارخطا کړي.

تړلي موضوعات