پاکستان کې د افغان کډوالو ملکیتونو ستونزو ته رسېدنه کیږي
پاکستان کې د افغانستان سفارت له ټولو هغو افغان کډوالو چې هېواد ته د بېرته ستنېدنې پر مهال د خپلو شتمنیو اړوند ستونزې سره مخ شوي غوښتي، چې له یاد سفارت سره دې په اړیکه کې شي.
یاد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د کډوالو ستونزه د پاکستان حکومت سره شریکه شوې او رسېدنه به ورته کیږي.
خبرپاڼه کې راغلي، هغه کډوال چې د خپلو ملکیتونو په اړه اندېښنه لري خپله ستونزه دې له کره اسنادو سره له دوی سره شریکه کړي.
د افغانستان سفارت داسې مهال پاکستان کې د افغانانو ملکیتونو ستونزې ته د رسېدنې خبر ورکړی، چې تر دې وړاندې افغان کډوالو په وار وار پاکستان کې د خپلو شتمنیو برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې ورته د رسېدنې غوښتنه کړې.