د ارشاد حج او اوقافو وزارت: حضرت محمد ﷺ ته له منسوبو مبارکو کالیو د ساتنې لپاره ځانګړې ودانۍ جوړېږي

د ارشاد حج او اوقافو وزارت: حضرت محمد ﷺ ته له منسوبو مبارکو کالیو د ساتنې لپاره ځانګړې ودانۍ جوړېږي اسلام او کلتور
لوګر ته د حج او اوقافو وزیر سفر

د ارشاد حج او اوقافو وزیر شیخ‌الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب لوګر ولایت کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته منسوب مبارک کمېس او مبارکې خولۍ څخه تر لیدنې وروسته امر کړی چې د دغو اسلامي اثارو د ساتنې لپاره دې یوه ځانګړې ودانۍ جوړه شي.

ښاغلي ثاقب دا سپېڅلي اثار د ټولو مسلمانانو ګډ مسؤلیت بللی او تخنیکي ټیمونو ته یې لارښوونه کړې چې د دې ودانۍ طرحه او ډیزاین ژر تر ژره بشپړ کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، ښاغلي ثاقب د دې سفر په ترڅ کې د لوګر د ارشاد حج او اوقافو له ریاست څخه هم لیدنه کړې او له کارکوونکو یې غوښتي چې د اوقافي شتمنیو د ښه مدیریت او اغېزمنې استفادې په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

تړلي موضوعات