د ا.ا.ا رئیس الوزراء د سوریې نوي دولت مشر ته د مبارکۍ پیغام استولی
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند د سوریې نوي دولت مشر احمد الشرع ته د مبارکۍ پیغام استولی دی او ښاغلي الشرع ته یې د سوریې د نوي دولت مشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.
د افغانستان رئيس الوزراء په خپل پيغام کې ښاغلي الشرع ته په ورپېښو ننګونو کې د برياليتوب او د سوريايي ولس موخو او هيلو ته د رسېدو هيله مندي ښودلې ده.
د سوریې نوي دولت پر رسمي اېکس پاڼه خپور شوي خبر له مخې، ملا محمد حسن اخند دغه راز د افغانستان او سوريې د ولسونو ترمنځ په داسې توګه د اړيکو د پياوړي کېدو تمه ښودلې، چې د دواړو ملتونو ګټې په کې په پام کې ونيول شي.
د دې پیغام په پای کې ملا محمد حسن اخند د سوریې د خلکو د لا زیاتې هوساینې او پرمختګ دعا کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د سوریي نوي مشر احمد الشرع سره ټلیفوني خبرې کړې وې او مبارکۍ تر څنګ یې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړې وې.