د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون؛ ا.ا.ا پر بهرنیو مرستو متکي نه دی

د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون؛ ا.ا.ا پر بهرنیو مرستو متکي نه دی افغانستان
د افغانستان اقتصاد وزارت

د افغانستان اقتصاد وزارت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت په هیڅ صورت په بهرنیو مرستو متکي نه دی.

 

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د ټرمپ ګواښونه به د اسلامي امارت په پرېکړو هیڅ اغېز ونه کړي.

 

ښاغلي نظري ویلي، اسلامي امارت په هره برخه کې خپلواک نظام دی، هیڅکله هم په بهرنیو مرستو متکي نه و.

 

د یادونې ده، چې ټرمپ د لوړې مراسمو نه مخکې ویلي و، چې افغانستان ته د امریکا بشري مرستو دوام د امریکا پوځي تجهیزاتو په بیرته ورکولو پورې مشروطې دي.

تړلي موضوعات