اسلامي امارت د افغانستان په تړاو د کاناډا اندېښنه بېځایه وګڼله

اسلامي امارت د افغانستان په تړاو د کاناډا اندېښنه بېځایه وګڼله افغانستان
انځور : حریت راډیو

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت ویلي، دا مهال بهرني ډېپلوماټان او ګرځندویان افغانستان ته تګ راتګ کوي، د هغوی امنیت ته ځانګړې پاملرنه شوې او د امنیتي وضعیت په اړه د کاناډا اندېښنه بېځایه ده.

 

اسلامي امارت وروسته له هغې د کاناډا حکومت څرګندونو ته غبرګون ښيي چې تازه د هغه هېواد چارواکو له خپلو اتباعو غوښتي چې د امنیتي دلایلو له مخې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي.

 

ملا حمد الله فطرت یو غږیز کلیپ کې ویلي، افغانستان کې د امنیتي وضعیت هیڅ ډوله اندېښنه وجود نه لري.

 

عامه باور دادی چې د لوېدیځو هېوادونو له ماتې وروسته وخت ناوخت د افغانستان امنیتي وضعیت په تړاو دا ډول څرګندونې یواځې د عامه ذهن د ګډوډولو په موخه دي، چې له عیني واقعیتونو سره په بشپړ ټکر کې دي.

تړلي موضوعات