افغان کډوال پاکستان کې د بندیانو په څېر ځوریږي

افغان کډوال پاکستان کې د بندیانو په څېر ځوریږي افغانستان
انځور ارشیف

فرانس ۲۴ رسنۍ په پاکستان کې د افغان کډوالو له قوله ویلي، افغان کډوال د بندیانو په څېر ځورېږي او په دغه هېواد کې وضعیت ورځ تر بلې ګډوډیږي چې له امله یې په وېره کې دي او پاکستاني پولیس ورسره ناوړه چلند کوي.

 

یو شمېر افغان کډوالو له دغې رسنۍ سره په خبرو کې زیاته کړې، ماشومان یې بندیان کیږي او پولیس ترې د پیسو غوښتنه کوي.

 

کډوال وايي، د سختو بندیزونو، نیولو، وهلو او ټولنیزو فشارونو له امله په کورونو کې بندیان دي.

 

د سرچینې په وینا، د هغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان د زنداني کېدو پر سر رامنځته شویو مظاهرو په موخه په یو شمېر افغانانو تورونه لګول شوي دي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 

تر دې وړاندې پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي و، چې د افغان کډوالو د ځورولو لپاره دې پاکستاني چارواکي پلمې نه لټوي، ځکه دا ډول چلند د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې خرابولی شي.

تړلي موضوعات