ولي اشغالګرو اسرائیلو حزب الله سره اوربند ته غاړه کېښوده؟
نن سهار د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب د اسرائیلو او لبنان حزب الله ترمنځ اوربند پیل شو، خو پوښتنه دلته ده، چې هغه کوم څه دي چې اسرائیل یې اوربند ته اړ کړل؟
د اسرائیلو د اپوزیسون مشر یائیرلاپید ویلي، تېر یوه کال کې اسرائیلو نه یوازې په نظامي بلکې په اقتصادي برخه کې یې هم درنه ضربه لېدلې، چې په اسانۍ او ژر د جبران وړ نه ده.
نوموړي ویلي، له حماس او حزب الله سره د یو کلنې جګړې وروسته دا مهال د صهیونیستي رژیم اقتصاد له سقوط سره مخ دی.
د اسرائیلو د اپوزسیون مشر د حماس او حزب الله پر وړاندې جګړه د صهیونیستي رژیم تاریخ کې تر ټولو لویه فاجعه بللې او نتنیاهو یې د دې فاجعې عامل یاد کړی دی.