د ننګرهار پچیر اګام ولسوالۍ کې په اړمنو ۶۰میلیونه افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، دغه اندازه نغدي مرستې یې د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې پر ۲ زره تثبت شویو اړمنو او بې وزلو کورنیو وېشلې دي.
د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن ویلي، سره میاشت ولس ته د خدمت او مرستې رسولو باوري مرستندویه بنسټ دی.
نوموړي ویلي، دې خیریه بنسټ تل په ستونزمنو حالاتو کې د بېوزلو هېوادوالو ملاتړ او لاسنیوی کړی دی.
د يادونې ده، چې ياده نغدي مرسته کې هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.