مسیحیت ته د دعوت په تور دوه تنه نیول شوي

مسیحیت ته د دعوت په تور دوه تنه نیول شوي افغانستان
د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي، د یاد وزارت محتسبینو مسیحیت ته د خلکو بلنې په تړاو دوه تنه نیولي.

د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، نیول شوي کسان د میدان وردګو ولایت اصلي اوسېدونکي دي چې د «رسانه نما» په نوم فرهنګي – مذهبي موسسې له لارې یې فعالیت کاوه.

د مسئولینو په خبره، نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هېواد کې د کورنیو او بهرنیو موسسو فعالیتونه په جدي ډول تر څار لاندې دي او یو شمېر هغه بنسټونه چې فعالیت یې له اسلامي ارزشونو سره په ټکر او بې دینۍ په ترویج تورن و تړل شوي دي.

تړلي موضوعات