اداري مرستیال د راستنېدونکو وضعیت ارزونې په موخه نیمروز ته تللی
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له هرات وروسته نیمروز ته تللی او هلته یې د راستنېدونکو له کمپونو لیدنه کړې.
د نیمروز ولایت مقام د خبر په بنسټ، ښاغلي حنفي نیمروز کې د راستنېدونکو وضعیت او د خدماتي کمېټو د فعالیتونو ارزونې په موخه ورېښمو پله ته څېرمه د کډوالو له کمپونو لیدنه کړې.
خبر پاڼه کې راغلي، دغه لوړ پوړي پلاوي د را ستانه شویو ستونزې واورېدې او د حل په موخ یې ډاډ ورکړ.
د ولایت مقام وايي، نوموړي نیمروز ته د سفر په ترڅ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کمپ جوړولو پرانېسته هم وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې او د ستونزو حل په موخه یې یاد لوړ پوړی چارواکی لیدو ته ورغلی.