د کابل کې پولیسو د یو سوداګر دوه اولادونه له انسان تښتونکو ژغورلي
د کابل امنیه قومندانۍ وایې، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست پولیسو د یوه سوداګر دوه اولادونه له انسان تښتونکو ژغورلي او خپلې کورنۍ ته یې سپارلي دي.
د پلازمینې د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله اېکس پاڼه ویلي، دغه ماشومان انسان تښتونکو څو ورځې وړاندې د کابل ښار له کارته سخي سیمې څخه تښتولي و.
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړې، چې د دې قضیې په تړاو یې یو انسان تښتونکی نیولی او د نور د نیولو هڅې دوام لري.
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم پولیسو هرات ولایت کې څو تنه انسان تښتونکي وروسته له هغې ونیول، چې د یوه صراف د تښتونې هڅه یې کوله.