یو شمېر هټېوالو او کسبګرو ته مالیه په بشپړ ډول وبښل شوه

یو شمېر هټېوالو او کسبګرو ته مالیه په بشپړ ډول وبښل شوه افغانستان
د کابل منډوی یوه برخه

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند هټېوالو او کسبګرو د ثابتې مالیې معاف کېدو او تخفیف په اړه غونډه کې ویلي، هغه هټېوال او کسبګر، چې کلنی خرڅلاو یې  تر دوه میلیونه افغانیو وي، د ثابتې مالیې له ورکړې په بشپړ ډول معاف دي.

ملامحمد ناصر اخوند ویلي، له دې پورته خرڅلاو لرونکو اصنافو او کسبګرو څخه د ۰.۵ سلنه ثابتې مالیې پر ځای ۰.۳ سلنه مالیه اخیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت کړې ژمنې په عمل کې ثابتوي او خپل ولس ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره ژمن دی.

د یادونې ده، چې تېر کال هم د امیرالمؤمنین د حکم پر بنسټ، د صنعت کارانو مالیه له ۴ سلنې څخه ۲ سلنې ته راټېټه شوه.

تړلي موضوعات