۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ننګرهار کې ۵۰ تنه ژغورلي
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې دهېواد په مشرقي زون کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د حضرت عبدالله بن زبیر لومړۍ سرحدي لواء له لوري د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې په واورو کې د ۷ کورنیو ۵۰ تنه بند پاتې غړي ژغورلي دي.
په واورو کې دغو بند پاتې کورنیو د ملي اسلامي اردو دغه نېک اقدام ستایلی، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي او ددوی ژوند یې ژغورلی.
دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو واورو له کبله د هېواد ملي دفاعي ځواکونو د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې هغه کسان ژغورلي، چې په واورو کې بند پاتې وو.