ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر ضد د افغان حکومت پرېکنده مبارزه ستایلې

ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر ضد د افغان حکومت پرېکنده مبارزه ستایلې افغانستان

نن د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر (UNODC)عملیاتي رئیس بو ماتیاسن او ورسره مل پلاوي کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د نشه‌يي توکو د کښت، تولید، قاچاق د مخنیوي او معتادینو د درملنې په تړاو د اسلامي امارت د مؤثرو اقداماتو او لاسته راوړنو په اړه مفصلي خبرې شوې دي.

مولوي امیرخان متقي دې کتنه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه تاریخي بللې او زیاته کړې یې ده چې د هېواد ټول ارګانونه او امنیتي ځواکونه په جدي ډول د دغې پدیدې سره د مبارزې هوډ لري او اجازه نه ورکوي چي یو ځل بیا له دغې پدېدې څخه زموز ټولنه او سیمه متضرره شي.

وزارت وايي، چې افغان وزیر پر نړېوالو غږ وکړ، چې افغان کروند ګرو ته د بدیل معیشت، د عایداتو قانوني سرچینې برابرولو او د مالدارۍ، کرنې او کوچنیو تولیدي فعالیتونو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري ترسره کړي.

بلخوا دې کتنه کې د ملګرو ملتونو یاد چارواکي د نشه یي توکو پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت پرېکنده اقدامات ستایلي او په دې برخه کې یې د شوې مبارزې مثبته ارزونه کړې.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د نشه یي توکو پر وړاندې بې سارې مبارزه وشوه، چې اوس هېواد کې د مخدره توکو کښت، کارونه او قاچاق تر ټولو ټیټې کچې ته راغلي دي.

تړلي موضوعات