غزني کې ١١ تنه د نشه یي توکو د پلور او کارونې په تړاو نیول شوي
د غزني امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د نشه يي توکو ضد مدیریت ځواکونو تېره شپه د يو کشفي راپور پر اساس د دویمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ۱۱ تنه نیولي چې ۷ تنه یې د نشه یي توکو پلورونکي او ۴ تنه د نشه یي توکو کارونکي دي.
د یادې قومندانۍ لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له نیول شویو کسانو سره یو عراده پاسو موټر، ۴٠٠ جعلي ډالر، څلور موبایلونه او ١٢٠ ګرامه شيشه نیول شوي دي چې په یو کور کې یې ځای پر ځای کړي وو.
یاده سرچینه وايي، چې نیول شوي کسان اوس مهال له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت کې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندي دې او ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې ځواکونه وخت نا وخت د هېواد بېلابېلو سیمو کې د نشه يي توکو د پلور، قاچاق او کارونې په تړاو کسان نیسي، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپاري.