کابل کې ۶۵ ټنه بې کیفیته او له نېټې تېر مشروبات له منځه یوړل شول
د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د خوړو او درملو معینیت له لوري ۶۵ ټنه بې کیفیته او له نېټې تېر غیري الکولي مشروبات له منځه یوړل شول.
یاد وزارت ویلي، چې دغه غیري الکولي مشروبات د یو خصوصي شرکت اړوند وو، چې د څارنې ټیمونو له لوري د کابل په بېلابېلو سیمو کې د خوراکي توکو پلورنځیو او د یاد شرکت له مرکزي ګدام څخه د نظارت پایله کې راټول او قرنطین شوي وو.
د روغتیا وزارت همداراز وايي، چې د دې مشروباتو ټول وزن ۶۵ ټنه او شمېر یې ۱۱۰۰۰ کارټنه کېده، چې د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې په ګزک سیمه کې له منځه یوړل شول.
د یادونې وړ ده، چې د یاد وزارت له لوري د روان کال له پیله تر دمګړۍ ۱۴۰ ټنه بې کیفیته او له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.