ایران له نړېوال اټومي انرژۍ اژانس سره د همکارۍ ځنډېدو پرېکړه تصویب کړه
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له لوري نن چهارشنبه تصویب شوې پرېکړه به له نړېوال اټومي انرژۍ اژانس سره د تهران همکاري وځنډ وي.
ایراني چارواکو ټینګار کړی و، چې IAEA سره همکاري در وي، او دغه اداره یې د لویدیځو هېوادونو په پلوۍ تورنه کړې.
ایران ویلي، چې د یاد اژانس له لوري د غلطو راپورونو له امله پرې برید شوی او دغه اداره یې په سرغړونو تورنه کړې.
رویټرز خبري اژانس په دې اړه ویلي، پرېکړه کې دا شرط اېښودل شوی چې وروسته له دې د یادې ادارې څارونکي تر هغې د ایران اټومي سایټونو ته نه شي تللي، څو یې د ایران ملي امنیت شورا اجازه لیک نه وي ترلاسه کړی.
د ایران حکومت له لوري یادې ادارې سره وروسته له هغې د همکارۍ ځنډېدو پرېکړه وشوه، چې اسرائیلو او امریکا د ایران په اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.
دغې جګړې چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ، له اوربند وروسته د ایران روغتیا وزارت وویل، چې بریدونو کې له ۹۰۰ زیاتو ایرانیانو ژوند له لاسه ورکړ.