د نفتي توکو کیفیت لپاره ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب شوې
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا څلورمه غونډه کې د نفتي توکو برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب شوې.
غونډه کې اقتصادي مرستیال ویلي، اقتصادي ثبات ته د رسېدو او پر ځان بسیا افغانستان لپاره معیار او کیفیت بنسټیز ارزښتونه دي.
نوموړي ویلي، معیاري کول د صادراتو زیاتولو، د مصرف کوونکو د حقوقو خوندیتوب او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.
اقتصادي مرستیال خصوصي سکټور ته سپارښتنه کړې، څو په خپلو تولیداتو او وارداتو کې معیارونو او تصویب شویو سټنډرډونو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.
یاده غونډه کې د باکیفیته نفتي توکو لپاره شپږ سټنډرډونه او ۵۱ ازمایښتي کړنلارې تصویب شوې.
دغو سټنډرډونو کې د ډیزلو، پټرولو، مایع ګاز او پایدار کاندنسات ګاز شامل دي.