د معاملاتو لارښوونې دفترونو ته خبرداری؛ په لوړه بیه د کورونو په کرایه ورکولو څخه ډډه وګړئ
د اسلامي امارت عدلیې وزارت هېواد کې د معاملاتو لارښوونې ټولو دفترونو ته خبرداری ورکړی، چې راستانه شویو کډوالو ته دې د واقعي بیو خلاف په لوړه بیه د کورونو په کرایه ورکولو او د اصولو خلاف د کمېشن له اخیستلو څخه ډډه وکړي.
عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې دفترونو مسؤلینو ته ویلي، چې راستنو شویو کډوالو سره د جایدادونو د کرایې د ورکولو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د اسلامي امارت یاد وزارت همداراز د جایدادونو له هغو مالکینو څخه چې خپل کورونه په کرایه ورکوي غوښتنه کړې چې له بېرته راستنو شویو کډوالو سره همکاري وکړي او خپل جایدادونه هغوی ته په مناسبه کرایه ورکړي.
عدلیې وزارت همدارنګه له ټولو خیریه بنسټونو څخه غوښتي، چې راغلو کډوالو سره د مرستې او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې له هېڅ ډول هلوځلو څخه ډډه ونهکړي او څرنګه چې یې په نورو بېړنیو پېښو کې د خپلو هېوادوالو لاسنیوی کړی، په دې برخه کې هم اغېزمن اقدامات ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې کله له پاکستان هېواده د افغان کډوالو په جبر ایستلو دویمه لړۍ پیل شوه، ورسره کابل او نورو ولایتونو کې د کرايي کورونو کرایې لوړې شوې دي، چې هېوادوال یې له حکومت څخه د ژر کنټرول غوښتنه کوي.