امريکايي څېړنه: د وزن کمولو پيچکارۍ ښايي د سترګو نظر په بشپړ ډول له منځه يوسي
امريکا کې شوې يوې نوې څېړنې ښودلې ده، چې د وزن کمولو پيچکارۍ ښايي سترګو کې د يوه نادره ناروغي حالت لامل شي، چې په بشپړ ډول د سترګو نظر له منځه وړی شي.
ډاکټرانو له ډېرې مودې راهيسې ويګووي او اوزامبيک درملو کې فعال جز سيماګلوټايډ « Semaglutide» د چاغښت او شکرې د دويم ډول د مخنيوي لپاره اغېزمن ښودلی، خو متحده ايالاتو کې د جان هاپکنز پوهنتون کې له ۳۷ مليونو په ډېرو کسانو يوه نوې څېړنه شوې، چې ۱۶۶۹۳۲ تنو په کې د شکرې د دويم ډول درمل خوړل کومو کې چې سيماګلوټايډ هم دي، دې څېړنې موندلې چې د دې درملو کاروونکي له نورو ډېر په غیر شریاني انټریر اسکیمیک اپټیک نیوروپتي «NAION» ناروغۍ اخته کېږي، دا داسې حالت دی چې د وينې د هغو رګونو د بندېدو له امله رامنځته کېږي، کوم چې بصري عصب تغذيه کوي، د دې رګونو بندېدل د اکسيجن د کمښت لامل کېږي چې له امله يې دغه عصب په جزي يا کلي ډول تلف کېږي.
د څېړنو پايلو دا هم وښوده چې د سيماګلوټايډ کاروونکو ته دا ګواښ د هغو خلکو په پرتله ډېر لوړ و، کوم چې د امپاګليفلوزين او سيټاګليپټين په څېر نور درمل کاروي.
څېړونکو وويل، چې د دې تړاو لپاره د روښانه وضاحت د نه شتون په صورت کې موږ له ډاکټرانو غوښتنه کوو، چې د سيماګلوټايډ د ګڼو درمليزو ګټو په مقابل کې د موجودو ګواښونو اندازه هم ولګوي.
هغوی ټينګار کړی چې په دې حالت د اخته کېدو ګواښ کم خو د اندېښنې وړ دی او د سيماګلوټايډ او د سترګو د دغې ناروغۍ ترمنځ د نېغ په نېغه اړيکې موندلو لپاره بايد نورې څېړنې وشي.
تېره مياشت خپرې شوې يوې بلې څېړنې هم دا وېره تاييد کړه، داسې چې ۹ حالتونه داسې ثبت شوي وو، چې د سيماګلوټايډ يا ټيراسپټايډ د خوړلو له امله يې د سترګو ليد له لاسه ورکړی و، دا د وزن د له لاسه ورکولو مشهوره درملنه مونجارو کې کارېدونکي اجزا دي.
څېړونکي په دې اند دي، چې د دې درملو د کارولو له امله وينه کې په چټک ډول د شکرې کمېدونکې کچه ښايي د سترګو د وينې رګونه له منځه يوسي، چې ورپسې د سترګو د ليد د تلو لامل کېږي.
د يادونې وړ ده چې تر دې دمه د «NAION» کومه فعاله درملنه هم نه شته او نښې يې په داسې حال کې ښکاري، چې په ناڅاپي ډول د يوې سترګې ديد ختم شي او ناروغان دا ستونزه ډېری وختونه خوب نه د رالټېدو په وخت ملاحظه کوي. راپورونه ښيي، چې په ځينو حالاتو کې ناروغانو د سيماګلوټايډ د يوه غوړپ له کولو وروسته هم د يوې سترګې ديد له لاسه ورکړی دی.