د پياوړي او روغ دفاعي سيستم لپاره دې ۸ وټامنونو او منرالونو ته اړ ياست
انسانانو کې به داسې څوک نه وي، چې يو پياوړی او روغ دفاعي سيستم لرل و نه غواړي.
امريکايي وېبپاڼې "Cleveland Clinic" د هغو وټامنونو او منرالونو لېست خپور کړی، چې په دې برخه کې مرسته کوي. روغتياپوهان ټينګار کوي، چې دا وټامنونه او منرالونه دې د درملو په ځای له خوړو ترلاسه شي.
وټامن «C»:
د امريکا د درملو د ملي کتابتون اړوند "Medline Plus" وېبپاڼې ليکلي، چې وټامن سي د "کولاګین" په نوم د یو مهم پروټین په جوړولو، د اوسپنې په جذبولو، د زخمونو په درملنه او د غضروف په ساتنه کې مرسته کوي.
پالک، د ګوپي د کورنۍ «Kohlrabi»، شمله يا دولمه مرچکی، سټرابري يا زمکنی توت او پپايا په وټامن سي ډک دي.
وټامن «E»:
وټامن اي يو مهم انټي اکسډانټ ګڼل کېږي، چې له وخته مخکې د زړښت، مزمنو ناروغيو، سرطان، د زړه د رګونو د ناروغيو او د دماغي سکتې مخنيوی کوي.
بادام، ممپلي، د ټاپرس زڼي او هيزلنټ Hazelnut په دې وټامن بډای خوراکي توکي دي.
وټامن «A»:
د سعودي د روغتيا وزارت رسمي وېبپاڼې په خپل يوه مطلب کې څرګنده کړې، چې وټامن ای په ښه توګه د دفاعي سيستم په فعاليت، په تياره يا خپ رڼا کې په ليد او سرطاني ناروغيو نه په ساتنه کې مرسته کوي، ځکه دا هم د انټي اکسيډانټ په توګه کار کوي.
ګازرې، خواږه کچالو (الوګان)، کدو او خټکی په وټامن ای غني دي.
وټامن «D»:
وټامن ډي د هډوکو د پوده کېدو يا دوړېدو، د وينې د لوړ فشار او سرطاني ناروغيو په مخنيوي کې خورا اغېزمن دی.
سلمون، ماکريل، ټونه او سرډاين هغه ماهيان دي، چې وټامن ډي په کې ډېر دی. په دې سربېره لمر د دې وټامن تر ټولو بډايه او وړيا سرچينه ده.
فوليک اسيد:
ناروغيو سره د مبارزې او د ناروغيو د کابو کولو امریکايي مرکزونو «CDC» په خپله رسمي وېبپاڼه ويلي، چې د فوليک اسيد اهميت د بدن په بېلا بېلو برخو لکه پوستکي، ويښتانو او نوکانو کې د نويو حجرو په رامنځته کولو کې دی.
فاصله، عدس (د لوبيا د کورنۍ) او اووکاډو د فوليک اسيد درلودونکي دي.
اوسپنه:
اوسپنه د معافیت سیسټم په پیاوړتیا، د وینې د سرو حجرو په تولید او د بدن نورو غړو ته د اکسیجن د لیږد موثریت کې مرسته کوي.
سره يا د غټ مال غوښه، د چرګ غوښه، قوطيو کې د سردين او ټونه ماهي غوښه او سمندري صدف چې خوړل کېږي، په اوسپنه غني دي.
سيلينيم:
د امريکا د روغتيا ملي انسټيټيوټ څرګنده کړې، چې سيلينيوم داسې غذايي توکی دی، چې انسان د روغ پاتې کېدو لپاره اړتيا ورته لري.
دا د تکثير، د تايرايډ غدې د فعاليت هڅولو، د DNA توليد او له انفيکشن څخه د بدن ساتنه کې مهم دی.
سمندري خواړه، غوښه او ځيګر، د چرګ غوښه او خواږه پنير سيلينيم لرونکي دي.
زنک:
د زنک اهميت په دې کې دی، چې د بدن معافيت او روغتيا ته وده ورکوي او د زخمونو په رغولو او نويو حجرو او نويو انزايمونو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
نخود (چولې)، بې غوړو غوښه او چرګان، خوړل کېدونکی سمندري صدف، چنګاښ او مستې د زنک لرونکې دي.
د يادونې وړ ده، چې ټول دغه خواړه له ذکر شويو وټامنونو او منرالونو پرته نور وټامنونه او منرالونه هم لري.