اسرائیل په فلسطین کې |۷ برخه| کنعان یا لرغونی فلسطین او د هغه وګړي |۳|

اسرائیل په فلسطین کې |۷ برخه| کنعان یا لرغونی فلسطین او د هغه وګړي |۳|

لومړی: کنعانیان (Canaanites): 


کنعاني ټبر د څه نا څه (۳۰۰۰ قبل المیلاد) په شاوخوا کې د لویدیځې آسیا د عربي بیدیا (جزیرة العرب) د څپانده کوچ او تګ راتګ په نتیجه کې د «بیدیا» لویدیځ پلو یعني کنعان ته راوکوچېدل (البته دا وګړي  وروسته د کنعانیانو په نوم او ټاټوبی یې په کنعان سره ونومول شو).
کنعانیان د څو وړوکو سامي نژاده ټبرونو لکه فنیقیان، یبوستیان او نورو بنسټ او ریښه جوړوي. کله چي کنعانیان، کنعان (یا اوسني فلسطین) ته وکوچېدل، له څه مودې وروسته د مالدارۍ تر څنګ په کرنه بوخت شول. همدارنګه د تمدن په بېلا بېلو برخو کې یې هم پرمختګونه وکړل. ځیني نامتو ښارونه او ټینګې کلاګاني یې وداني کړې او ورو ورو یې د ځانګړي کنعاني تمدن او فرهنګ بنسټ جوړ او خپور کړ. د ژوند بیلابیل رواجونه او خپل ځانګړی مذهب یې (چي پر بت لمانځنه ولاړ و) ایجاد کړ. 


کنعانیانو په دې هیواد کې څه نا څه یو نیم زر کاله (د ۲۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ قبل المیلاد پوري) ژوند او سیادت کړی دی (البته په متفرق ډول). په دې ترڅ کې یې ځیني هغه ښارونه، چي په سیمه کي ډېر نامتو وو، ودان کړي دي، لکه اریحا (Jericho)، بیسان (Besan)، شکیم (Shekim)، نابلس (Nablus)، مجد (Megiddo) او جازر (Jazer). البته دا ښارونه زیاتره د یو لړ کلکو دیوالونو او کلاګانو په واسطه ساتل کیدل. په بل عبارت، کنعانیانو په فلسطین کې ۱۱۹ ښارونه جوړ کړي دي. دا معلومه ده چي کنعاني تمدن او فرهنګ د بابلیانو، آرامیانو او فنقیانو له تمدن څخه ډېر څه واخیستل او پر هغه یې ډیر څه ور اضافه کړل. 


له دې سره سره، په دومره اوږده موده کي د کومې نامتو او غښتلې واکمنۍ په ایجادولو کي بریالي شوي نه دي. ځکه ټولنیز او سیاسي ژوند یې د سیمه ییزو غټانو په توګه د مریًتوب او ملوک الطوایفۍ پر اساس ولاړ و. یعني پیاوړی سیاسي خوځښت او نوښت یې نه درلود او ګاونډیانو هم دا فرصت او مهلت نه ورکاوه. 


د کنعانیانو شمال ختیځ ته د بابل او جنوب لویدیځ خوا ته د مصر لويې واکمنۍ پرتې وې. د دې بهرنیو امپراطوریو له امله هغوی نشوای کولای چې د یو موټي کیدو له پاره لازم فرصت او تحرک په لاس راوړي. ګڼ شمېر کنعانیان پرله پسې د مریانو او اسیرانو په توګه د دغو واکمنیو د تیریو په نتیجه کي بیول کیدل. 
له میلاد څخه دوه زره کاله مخکې هغوی د لسو پیړیو له پاره د مصریانو تر استعماري او سیاسي اغیزې لاندي پراته وو. ښايي همدا ضعف او کښېکښنې وې چي وروسته بني اسرائیلو په آسانۍ سره کنعان ونیو (۱۱۶۰ قبل المیلاد). 


دویم: عبرانیان (Hebrews): 
عبرانیان د فلسطینیانو پر خلاف ټول د عربي بیدیا زېږنده او پوونده وګړي وو. پخپله د عبري توری (د سیند له پورې خوا نه) یعني د اردن د سیند له آخوا نه د راغلو وګړو څخه عبارت دی.
په هر صورت، عبرانیان د خپلو ګلو او رمو سره د نورو سامي ټبرونو غوندي د طبیعي فشارونو او محدودیتونو تر اغیزې لاندي، د دې له پاره چي د خپلو څارویو له پاره د وښو نه ډکه سیمه ومومي، خورا ډیر کلونو په عربي نړۍ کي پورته کښته وکوچېدل. په دې لړ کي اوسنی فلسطین (په تیره بیا شمالي سیمي) چي د ښیرازه هلال لویدیځه څوکه او د مدیترانې د سمندرګي ختیځه غاړه یې په بر کي نیوله، د سمندرګي له لوري د باراني بادونو او شنو وښو نه ډک ملک و. نو د نورو ټبرونو تر څنګ عبرانیانو په ۲۰۰۰ قبل المیلاد کي په یو معدود شمیر سره دلته میشتېدنه غوره کړه. 


عبرانیان د لرغوني زمانې د بیلابیلو ټبرونو له منځه یوازينی او لومړنی ټبر دی چي مونوتیًزم (Monotheism) یعني وحدانیت یا د یو خدای د لمانځني او عبادت عقیده یې رامنځته کړه. دا چي په خپل عصر کي هیڅکله د نورو ځواکونو له خوا آرام نه دي پریښودل سوي، یا دا چي د چارچاپیر نورو مذهبونو د پیروانو له خوا د کرکي له مخي چلن ورسره سوی دی، ښايي د نورو علتونو تر څنګ د همدې نوي مذهبي ګروهي (یعني وحدانیت) له امله وي. 
که څه هم چي عبرانیانو د لرغوني زمانې د نورو قومونو غوندي په ترکاڼۍ، مهندسۍ، صنایعو او علومو کي مهم او د یادولو وړ کوم خاص کار نه دی کړی خو په ځینو فطري او غریزه اي برخو کي لکه مذهبي ښووني، شعر، موسیقي، دود او عنعناتو کي یې د پام وړ پرمختګ کړی و. همدا مذهبي ښووني وې چي د وروستیو نوو دینونو لکه یهودیت، عیسویت او اسلام لوری یې وټاکی. یعني دا چي ۱۲۴ زره پیغمبران د اللّٰه له خوا راولیږل سول چي تقریباً ټوله (یا اکثریت یې) عبرانیان وو، خو یوازي وروستی پیغمبر یعني حضرت محمد صلی اللّٰه علیه وسلم عرب و (ویل کیږي چي شعیب، صالح او هود علیهماالسلام هم عرب پیغمبران وو ـ واللّٰه اعلم). همدارنګه، نوموړي ټولنیزه ښووني د هغوی د اخلافو تاریخ او ادبیات هم ورتشکیلوي. 
عبرانیان (یعني د مابعده بني اسرائیلو اجداد) چي کله کنعان یا اوسني فلسطین ته ننوتل، ورو ورو یې د کرهڼي او معمارۍ فن د کنعانیانو څخه زده کړ حتی دا چي وروسته د حضرت سلیمان علیه السلام معبد هم د کنعانیانو پر طرز ودان سو. 
عبرانیانو د تمدن بنسټیزي څانګي په تیره بیا الفبا او کلمې د کنعانیانو څخه اشتقاق کړل. همدا رنګه، د ځايي او مقیم ژوند مبادي او د وړینو جامو اغوستل یې هم د کنعانیانو څخه زده کړل. 
کنعان ته په ننوتلو سره عبرانیانو له ځانه کوم ځانګړی وصف چي د یو لرغوني تبر په توګه دې د هغوی د بیلګې نښه وي، نه درلود. حتی دا چي خپل تر منځ یې سیاسي او ټولنیز یووالی او استقلال هم نه درلود. یوازي دیني ښووني (البته د وحدانیت په چوکاټ کي) د هغوی د نوښت نتیجه وه. 


درېیم ـ فلسطینیان (Philistines): 
فلسطینیان چي په اصل کي د مدیترانې د شمال ختیځو ټاپوګانو زیږنده دي، د میلاد نه وړاندي د ۱۳۰۰ کلونو په حدودو کي د آژیین (Aegean) د سمندرګي مربوط د کریت (Crete) له ټاپو نه د ډله ییزه مهاجرتونو په لړ کي د غزې جنوبي ساحل ته کوچېدلي دي. دوی فلسطي (Philistines) بلل کیدل او وروسته د فلسطینیانو (Palestinians) په نوم مشهور شول چي له ځای پر ځای کیدو  وروسته یې سوکه سوکه اقتصادي او سیاسي پرمختګ وکړ. 
په بل عبارت، د کریت له ټاپو څخه «فلسطي» ټبر کنعان ته راځي او د غزې په جنوبي ساحل کي میشته کیږي. وروسته نورو څرمه ښارونو ته هم ځي او خپریږي. لږ موده وروسته دوی هم د کنعاني تمدن او فرهنګ یوه برخه کیږي. د فلسطي ټبر (یا مابعده فلسطینیانو) په راتګ دا سیمه نوره ترقي هم کوي. 
تر کومه ځایه چې د اوسني فلسطین په اصلي اوسیدونکو (یعني فلسطینیانو) پورې اړه لري، دا نسل هم د کنعاني لړۍ څخه دی او یا د هغو ټبرونو په اختلاط او امتزاج پوري اړه لري چې د مدیترانې په ختیځو سیمو کې اوسیدل او «بلست» یا «فلستي» بلل کیدل او یا هم د هغو عربو په نسل پورې اړه لري چي په کنعان کي میشته شول. خو که یې منشأ هر څه وي، فلسطین ته له بني اسرائیلو نه مخکي راغلي او میشته شوي دي (تورات، د خروج ۱۳ باب، ۱۷ آیت)، لومړنۍ ډله بالترتیب د شمال له خوا او دویمه ډله د لویدیځ له خوا راغلي دي. 
له سیاسي پلوه، پر کنعان یا اوسني فلسطین باندي مختلفو ټبرونو واک چلولی دی، خو همدا فلسطیني وګړی بلاانقطاع پکې اوسیدلي دي. 
فلسطینیانو د کنعان (فلسطین) د اوبو زیاتره ساحلي برخې حتی د «کرمل» د غره تر آخوا پوري لاندي کړې. وار په وار یې سیاسي نفوذ ډیریدی، آن تر دې چې د کنعانیانو ځینې سیمې  او ښارونه یې هم ترې ونیول، خو د مذهبي ګروهو له مخې  د کنعانیانو تر اغیزې لاندې پاتې وو. د دوی مهمه دنده سوداګري او سمندري عایدات وو. 
فلسطینیان چي د میشتېدنې نه وړاندي لا د دې ځای د نورو اوسیدونکو په پرتله متمدن وو، کنعانیان او نور میشته سامیان یې په خپل نوي تمدن روږد کړل. یعني راکړه ورکړه او د ځايي ژوندون مبادي یې رایج کړل. 
فلسطینیانو د جنوب لویدیځ فلسطین زیاته برخه په خپل واک کي راوستله او ځینې نامتو ښارونه لکه غزه (Gaza)، اسدود (Ashdod)، عسقلان (Ashkelon) او نور یې ودان کړل. 
کله چي په ۱۱۶۰ قبل المیلاد کي بني اسرائیلي صحرا کیناستونکو د کنعان زیاتي برخې ونیولې، بیا هم فلسطینیان په خپلو ساحلي ښارونو کي آزاد پاتې وو، او څو څو ځله یې د هغوی سره خونړۍ جګړې وکړې. فلسطینیانو د بنۍ اسرائیلي بریدونو په وړاندي زیات مقاومت کاوه، څو یې په ۱۰۰۵ قبل المیلاد کي  بني اسرائیل له سختې ماتې سره مخامخ کړل او د هغوی پاچا «شاؤل» یې د یوې جګړې په ترڅ کي وواژه. 
په پای کي څو کاله وروسته داؤد علیه السلام فلسطینیان مات کړل او د هغوی ټول ښارونه او سیمي یې ونیولې. ګڼ شمیر فلسطینیان د خپلو سیمو څخه شړلو ته مجبور شول. ولې بیا هم د هغوی د آزادي غوښتلو غورځنګ ژوندی پاته و او همدا فلسطینیان وو چي د هغوی نوم د تاریخ په لوړو او ژورو کي د پیړیو پیړیو له پاره، آن تر نن ورځي پر دغه سیمه پروت دی. 
خو یوې مهمي باریکۍ ته باید ځیر اوسو. هغه دا چي د هغه مهال بني اسرائیل د ایمان په نور منور وو، خو فلسطینیان ګمراه او نامسلمانه وو. نو ځکه نوموړی جنګ د مسلمانانو او کافرانو جنګ و. خو نن دواړه ټبرونه برعکس دي، یعني فلسطینیان مسلمانان دي او اسرائیلیان کافران دي.