روان اقتصادي پرمختګونه به زموږ پر ژوند څۀ اغېز وکړي؟

روان اقتصادي پرمختګونه به زموږ پر ژوند څۀ اغېز وکړي؟

د افغانستان اقتصاد چې لسیزو جګړو او اشغالونو تر خپل توانه ځپلی، د اسلامي امارت په بیا حاکمیت کې د نوې اقتصادي تګلارې په درشل کې ودرېد.

 

د دغې اقتصادي تګلارې پرمټ د افغانستان اقتصادي رشد نوی روح اخلي، چې د خلکو مړ ژواندې هیلې یې راتازه کړې.

 

دې اقتصادي رشد لپاره د طبعي منابعو منظم مدیریت، د کرنیز سکټور پیاوړتیا لپاره هڅې، چټکې رغنیزې چارې، سوداګرۍ او صنعت ته وده، له نړیوالو سره اقتصادي اړیکو کې پرمختګ، د بانکدارۍ په سیستم کې اصلاحات او یو شمېر نورې هغه اغېزمنې کړنې دي، چې د اسلامي امارت مشرانو یې پر اوږو د اقتصادي ودې نوی یون پیل کړی.

 

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی، چې په بې شمېره طبیعي منابعو باندې بډایه دی. اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ د بیا پیل په لومړي سر کې د دې منابعو مدیریت لپاره ځانګړی ستراتیژیک پلان پلی کړ.

 

 مسوولینو هڅه وکړه چې په دې برخه کې د معادنو استخراج او نور اړوند کارونه په شفاف او حساب ورکونکي ډول ترسره کړي؛ ځکه د طبیعي منابعو منظم مدیریت د هېواد اقتصادي ودې او ځان بسیاینې لپاره یوه مهمه تګلاره ده. 

 

دا نه یوازې د ملي عوایدو د زیاتوالي سبب ګرځي، بلکې د خلکو ژوند هم ورسره ښه کیږي. د طبیعي منابعو د موثره مدیریت له لارې اسلامي امارت کولی شي، د خپلواکۍ او اقتصادي ثبات لپاره خپل اخیستل شوي ګامونه د دې په مرسته لا نور ځواکمن کړي.

 

د طبیعي منابعو موثر مدیریت نه یوازې دا کورنيو پانګوالو لپاره ګڼ فرصتونه رامنځته کوي؛ بلکې د بهرنیو پانګوالو جذب لپاره هم اغېزمن دی، چې ګټه یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول افغانانو ته رسیږي.

 

د طبعي منابعو ترڅنک مسوولینو کرنیز سکټور هم د اقتصادي پرمختګ لپاره د یوې مهمې بنسټیزې برخې په توګه تر پام لاندې نیولی.

 

دا چې افغانستان زراعتي هېواد دی، د اسلامي امارت 

دې وروستیو کې د نویو کرنیزو تکنالوژیو او وسایلو په رامنظم کولو او د چک ډیمونو په څېر د اوبو زېرمو په مدیریت کې د دې سکټور د بیا احیا لپاره جدي ګامونه پورته کړي. 

 

دا هڅې نه یوازې د کروندګرو لپاره عایداتي سرچینې برابروي، بلکې د خوراکي توکو په تولید کې هم ځان بسیاینه راوستلای شي.

 

د دې ترڅنګ امارت هڅه کړې، چې د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره مثبتې اقتصادي اړیکې ټینګې کړي.

اوسمهال افغانستان له لسګونو هېوادونو سره اقتصادي او سیاسي اړیکې برقراره کړي او د اړیکو دا رغون ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی، چې دا هم د اقتصادي ودې لپاره اغېزمنه چاره ده.

 

د همدې هدف لپاره د اسلامي امارت مشران په نړیوالو اقتصادي غونډو کې په ډېر منظم شکل ګډون کوي او د اقتصادي همکاریو لپاره نوي موافقې لاسلیکوي. 

دې وروستیو کې د قطر ناسته او تازه چین ته له نشه یي توکو سره د مبارزې افغان پلاوي سفر د دې ښه بېلګه یادولی شو.

 

دا تګ - راتګ او همکاري نه یوازې د نړیوالو پانګونو جذبولو او د نشه یي توکو د کښت په بدیل کې د معیشت سربېره د نوې ټکنالوژۍ او تجربو په را لېږدولو کې هم اغېزمنې تمامې شي.

 

د دې ترڅنګ روانې رغنیزې چارې هم د اقتصادي ودې اساس جوړوي؛ ځکه د دې په مرسته ټرانسپورټي او مخابراتي برخې غني کیږي، چې د سوداګرۍ او صنعت د پراختیا لپاره حیاتي ګڼل کیږي. له همدې امله اسلامي امارت د سړکونو، پلونو، بندونو او د برېښنایي پروژو په جوړولو سترې پانګونې پیل کړې.

 

دغه راز د صنایعو د ودې لپاره هم پراخې هڅې پیل شوې. له لاسي صنایعو نیولې تر درنو صنایعو پورې په ټولو برخو پانګونه روانه ده. د افغان کډوالو په بېرته راتلو سره مختلفې کارخانې او تولیدي فابریکې هېواد ته راوړل شوې.

 

تر پخوا اوس زیات خام مواد په کور دننه پروسېس کیږي، چې د دې ګامونو په مرسته د بې روزګارۍ کچه ورځ تر بلې ټیټیږي.

 

له دې سربېره سوداګرۍ ته وده هم د اقتصادي رشد غوښنه برخه ده. په همدې اساس د اسلامي امارت مسوولینو هڅه کړې چې د سوداګرۍ او سوداګرو لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړي. له همدې امله د محصولاتو د صادراتو او وارداتو پروسه ساده شوې او د ګمرکونو په برخه کې شفافیت رامنځته شوی دی.

 

 همدا اقدامات دي چې سوداګرو ته د اسانتیاوو او اقتصادي فرصتونو په برخه کې لا نورې زمینې برابروي.

 

دغه راز د بانکدارۍ په سیستم کې اصلاحات هم د اقتصادي پرمختګ لپاره اغېزمن تمامیږي.

اسلامي امارت د بانکدارۍ په برخه کې نوې اسانتیاوې رامنځته کړې او د مالي شفافیت لپاره یې جدي ګامونه اخیستي. د سود سیستم پر ځای یې اسلامي بانکدارۍ ته وده ورکړې او په دې برخه کې یې د مسلکي زده کړو ځانګړي سمینارونه او ورکشاپونه پیل کړي، چې کارکوونکو ته د نوې ټکنالوژۍ زده کړې او مهارتونه وړاندې کړي. 

 

دا مهارتونه په بېلابېلو سکتورونو کې د کاري ځواک د لوړتیا او د تولیدي سکتور د پراختیا سبب ګرځي.

 

د اسلامي امارت یوه ستراتېژي دا هم ده چې د افغانستان کاري ځواک لپاره په نړیوالو بازارونو کې ځای پیدا کړي. دا نه یوازې د کاري فرصتونو په زیاتولو کې مرسته کوي، بلکې د بهرنیو اسعارو د ترلاسه کولو لپاره یوه مهمه سرچینه ده.

 

دې روانو پرمختګونو ته په کتو اسلامي امارت هڅه کوي چې د نوې ټیکنالوژۍ په مرسته د افغانستان اقتصادي سکتور ته چټک پرمختګ وکړي. د دې پرمختګ موخه دا ده چې افغانستان په نړیوالو اقتصادي لوبغاړو کې د یو سیال هېواد په توګه ودرول شي.

 

دغو اقتصادي پرمختګونو په افغانانو کې نوې هیله را ژوندۍ کړې. که څه هم دا لارې - چارې وخت ته اړتیا لري، خو د دې هڅو اغېزو په هر ګام کې د افغانانو پر ژوند د مثبت بدلون څادر وغوړوي. د اقتصادي پرمختګونو دا بهیر که په ثبات سره دوام ومومي، نو بې شکه چې افغانان به ډېر ژر د یو هوسا، پرمختللی او روښانه راتلونکي سره مخ شي.