تبصره|دلوه او اسد د سترو بريو دوه بېل تاریخونه

تبصره|دلوه او اسد د سترو بريو دوه بېل تاریخونه

‏د دلوې ۲۶مه په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې ورځ ده.

پوره ۳۵ کاله وړاندې په همدې نېټه د شوروي اتحاد وروستي پوځیان له لس کلن اشغال وروسته له افغانستانه ووېستل شول. د دې اشغال د خاتمې لپاره افغان ولس بې دریغه قربانۍ ورکړې او نږدې دوه نیم میلیونه انسانان یې د آزادۍ لپاره قربان کړل.

تر دې آزادۍ وروسته د دوهم اشغال خاتمې لپاره هم افغان ملت بې درېغه سرښندنې وکړې.

که د دلوې ۲۶ تم و او که د اسد ۲۴ تم؛ دواړو بریو کې افغان ملت سترې ستړې وګاللې او قربانۍ یې ورکړې.

 

د ناټو یرغلګرو هم د شوروي اتحاد په څېر په ډېرې بې رحمۍ لکونه افغانان شهیدان کړل، په متکبرانه ډول یې د افغان ملت کورونه کنډواله، غرونه سپېره او دنګې ځوانۍ یې ونړولې، خو د آزادۍ پتنګانو د اشغال دا ظلمونه هم دوام ته پرېنښودل او تر نږدې شل کلنې جهادي مبارزې وروسته یې دا یرغلګر هم د شوروي اتحاد په څېر د امپراتوريو په هديره کې دفن کړ.

 

اوس افغان ولس د نړۍ د هغو وياړمنو ملتونو په سر کې ځای لري، چې په تېرو څلورو لسيزو کې یې دوه سترې امپراتورۍ ماتې کړې او خپل هېواد یې له اشغالګرو څخه پاک کړ.

خو د دغې آزادۍ ترلاسه کول داسې وړه خبره نه وه.

یقینا چې د اشغال ماتول په ډېرې مېړانې او بلها سرښندنو سره کیږي. همدا ایمانياو هېوادنۍ جذبې وې، چې د اشغال او نړیوال استکبار جبر مات شو.

 

د دې لپاره د افغان خاورې اصیلو بچیو خپلې غوښې پر بارودي لوګیو کباب کړې. خپلې تاندې ځوانۍ یې په منونو بارودو کې اسمان ته ټوټه - ټوټه والوزولې. مرګونې شپنۍ چاپې او ستر - ستر بمونه او بمباردونه یې وزغمل. یوازې همدې لپاره چې دغه خاوره له اشغاله پاکه او د سوچه اسلامي نظام له فېضه برخمن شي.

دغو څلورو لسیزو کې افغان ملت د دواړو یرغلونو او ظلمونو پر وړاندې په دې باور وجنګېدل، چې یوه ورځ به په خپل هېواد کې د یوه سوچه اسلامي نظام تر سیوري لاندې د آرام ساه اخلي.

هماغه و چې مجاهدینو تر بلها ستړو وروسته د خپل ولس پر شونډو مسکا خپره کړه او د یو روڼ سبا هیله یې ورته زړونو کې ژوندۍ کړه.

افغانستان باندې د شوروي اتحاد تر یرغل او بیا په تشو لاسونو د دوی تر ماتولو وروسته له شوروي اتحاد څخه کوچنۍ روسیه جوړه شوه. همدغه شان به د ناټو څرک هم لنډ وخت کې معلوم شي، چې په څو برخو وېشل کیږي؟

په دغو دواړو سترو بریو کې د دوو سترو امپراطوریو شکست نورې نړۍ ته دا عبرت شو، چې نور دې د نړۍ هېڅ زبرځواک هېواد په دغه ډول غلطیو افغانستان کې د خپلې ناکامۍ تاریخ نه ثبتوي.

 

د اشغال د فکرونو او جالونو پرځای دې ګټوره دوه جانبه ډیپلوماسي او سیاست خپل کړي، چې په کې د دواړو هېوادونو ملتونو ته خیر ورسیږي.

دوهم قدم کې اوس په کار ده چې دغه ګټل شوې آزادي وساتل شي او د ساتلو لپاره یې موجوده نظام په ډېر منظم سیسټم سره په امنیتي، سیاسي، اقتصادي او د حکومتولۍ په نورو اړخونو کې بې سارې بریالۍ هڅې پیل کړي.

د پرمختګ او آبادۍ همدغه هڅې چې اوس کیږي، له کلونو راهیسې د هر افغان د زړه ارمان و. د دغو هڅو لا ګړندي کېدو لپاره پکار ده، چې ټول افغانان په یوه خوله د خپل دولت تر شاه ودریږي او له هر ډول ډلو – ټپلو څخه بایکاټ وکړي.

تاریخ ثابته کړې، چې د نړۍ په هېڅ کونج کې شربرو ډلو او ټپلو هېواد او ملت ته خیر نه دی رسولی، نو له دغې شره د خلاصون لپاره یوازینۍ لار د ټول افغان ملت راټولېدل دي، څو د شوروي تر ماتې وروسته وخت په څېر، افغانان بیا ځل له بدمرغیو سره مخ نشي.

که فکر وکړو، د اسلامي امارت دغه بریالي پرمختګونه د همدې ولس دي، چې د خپل نظام تر شاه ولاړ دي او ملاتړ یې کوي. که چېرې ټول افغان ملت په همدې لا نور خپل یو والي او اتفاق ته ځانونه ورکړي، هېڅ لرې نه ده چې ډېر لنډ وخت کې خپل ګران هېواد د پرمختللو هېوادونو په کتار کې ووینو.

 

دغه راز دآزادۍ دا بریالیتوبونه هغو افغانانو ته چې د ناپوهۍ له امله یې فکرونه د اشغال په ترګمیو کې ایسار دي، هم عبرت دی. موږ مشهور متل لرو، چې ”ژمی حتما تلونکی وي، خو تور مخي بیا سکرو ته پاتې کیږي.”

هغه فکرونه چې د پردیو په ګټو کې مشغول دي،له دې آزادۍ دې درس واخلي او د اشغالګرو پر فکري پَل دې د تګ پرځای د وطن اصیلو بچیو فکري تګلاره خپله کړي. مشران وايي، ”هره مرغۍ چې له خپلې ډلې جلا شي، حتما اسارت کې لوییږي.”

 

افغان خاوره کې هېڅ یو اشغالګر او شیطاني لښکر د اوسېدو تاب نشي لرلی. په کار نه ده چې د خپلو افغانانو پر خلاف د پردیو فکرونه او د هغوی د شومو اهدافو آلې وګرځو.

افغان ملت د شوروي سوپر طاقت صفر کړ او په دوهم جهاد کې یې بیا هغه ناټو ماته کړه، چې نړېوالو ورته د نړۍ زبرځواک لقب ورکړی و. همدغه اشغالګر چې په ټول تاریخ کې چا د خبرو مېز سر ته نه وو راوستي، افغان ملت ورته تر نظامي بري وروسته د کب په لسمه د خبرو په مېز کې هم ماتېورکړه او د منطق په ژبه یې دې باندې قانع کړل، چې د افغان خاورېاشغالولو فکر یې عبث دی.

 

د مغرورو او متکبرو اشغالګرو پر وړاندې د بریا دا دوه تاریخونه په معنوي لحاظ ډېرې وزن لرونکي دي.

په همدې دوو تاریخونو کې د شهیدانو وینو رنګ راوړیاو د افغان ملت شوی جهاد بریالی شوی.

اوس د راتلونکي لپاره دا ولس د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره یوځای د خپل هېواد سیال کول غواړي.

د انقلاب په څپو کې را لوی شوی دا ملت چې د دوو اشغالګرو په ماتولو او آزادۍ ګټلو یې هر ډول دردونه، شکنجې او تعذیبونه زغملي، اوس د خپل وطن د ټپونو د درملنې په موخه غواړي، داوسني اسلامي نظام تر چتر لاندې آرام ژوند وکړي، خو که بیا هم کوم متکبر او اشغالګر د دې خاورې پر وړاندې ناسم پَل واخلي، نو انقلاب کې د همدې ملت رازلمي شويو بچيو چې د دوو اشغالګرو داړې یې په ایماني جذبې ورماتې کړې، بیا هم چمتؤ دي چې د هر اشغالګر او شیطاني لښکر پر سر د اسماني تندر په څېر ور ولویږي.