کابل کې د سیمه‌ ییزې همکارۍ د ابتکار غونډې پایلې به څه وي؟

کابل کې د سیمه‌ ییزې همکارۍ د ابتکار غونډې پایلې به څه وي؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نوښت وړمه ورځ کابل کې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو کم سارې ناسته ترسره شوه.

د حریت نیوز د خبر له مخې دغه ناسته کې د ګاونډ او سیمې ۱۱ هېوادونو استازو او سفیرانو شتون درلود.

په دې ناسته کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او د اندونیزیا د سفیرانو ترڅنګ د ډیپلوماټیکو ماموریتونو مشرانو ګډون کړی و. 

 ناسته کې پر بېلابېلو سیمه ییزو موضوعاتو خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه ناسته یې په بریالیتوب سره مدیریت کړه. پایلې یې هم مولوي امیرخان متقي له رسنیو سره شریکې کړې.

د ناستې ټولو ګډونوالو افغانستان کې امن، ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه بللی. د حریت نیوز د خبر پر بنسټ د هر هېواد استازو خپلو ویناوو کې له افغانستان سره د اړیکو پراخوالو او تعامل ډېرولو خبره کړې.

د اندونیزیا هېواد استازي په دې ناسته کې دغه ډول سیمه ییزه همکاري د نړیوالې همکارۍ لپاره پيلامه ګڼلې.

یاد استازي په دې کنفرانس کې ټینګار کړی، چې افغان حکومت دې د نړیوالې ټولنې فعاله برخه وګرځي.

دې استازي د سیمې هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو جوړښت او د کم ساري امنیت کریډیټ اسلامي امارت ته ورکړی.

د ازبکستان سفیر په کې له افغان حکومت سره د اړیکو لا پیاوړي کولو او پراخولو خبره کړې.

د هند شارژدافیر هم ویلي، د هر هغه کوښښ ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لامل کیږي.

نوموړي له افغانستان سره د دوامداره سوداګریزو اړیکو د ساتلو ترڅنګ د چابهار بندر له لارې افغانستان سره پر سوداګریزو اړیکو ټینګار کړی.

دغه راز ‏د ترکیې سفیر جنک اونال ویلي، ترکیه له افغان حکومت سره د مثبت تعامل پالیسي ته ترجیح ورکړې.

همدغه شان د نورو ټولو هېوادونو استازو په خپلو څرګندونو کې د اقتصاد، اتصال او د اړيکو د رغون په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.

مهمه دا ده چې دغه غونډه کې د روسیې او چین په څېر د امنیت شورا دوو دایمي غړو ځانګړو استازو هم شتون درلود.

له دې معلومېږي چې د اسلامي امارت په ډیپلوماټیکو اړیکو کې تر پخوا لا ډېر د پام وړ ښه والی راغلی. دغه ډیپلوماټیک پرمختګونه د دې لامل کیږي، چې ګاونډيان او د سیمې هېوادونه افغانستان سره د مثبت تعامل زیاتوالي لپاره تر فکر او سلا مشورو وروسته د لا نور نږدیوالي په موخه لاس په کار شي.

نړۍ د اسلامي امارت بریالۍ حکومتولۍ ته تر پخوا ډېره تسلیم شوې او یقینا په کار هم ده، چې د یوه منطقه‌ محور روایت پر مټ په افغانستان کې له راټوکېدلو فرصتونو څخه ګټه پورته شي او د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو له اسلامي امارت سره د نړۍ همغږي زیاته شي.

اسلامي امارت خو د خپلې حکومتولۍ په دوام کې هر وار د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر مثبت تعامل ټینګار کړی. په کار دا ده چې دغه مثبت تعامل د دواړو خواو له اړخه غني شي.



افغان حکومت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته وښوده، چې د مشترکو ګټو پر اساس داسې ګډ کار په کار دی، چې د ټولو هېوادونو په خیر وي. د مشترکو ګټو پالل به هغه مشترک ګواښونه هم دفع کړي، چې هر هېواد په داخل کې د یو بل په نفع او فایده وي.

یقیناً اسلامي امارت نړۍ ته وښوده، چې ډیپلوماټیک ابتکار لري او عملاً يې هغه هڅې چلنج کړې، چې غواړي په لوی لاس له افغان دولت سره د تعامل مخه ونیسي. دې ناستې نړۍ ته په ډاګه کړه، چې له افغان حکومت سره د تعامل د مخنیوي هڅو خپل اغېز بایللی دی. ښکاره ده چې دغه ډیپلوماټان به خپلو اړوندو هېوادونو ته د اسلامي امارت د منطقه‌ محور ابتکار پیغام رسوي. هغوی چې افغان دولت ته د نړۍ تعامل لپاره ناسم سازشونه کوي، ډېر ژر د خپلې دغې نظریې شکست ننداره کړي.

د اسلامي امارت روانو ژوندیو هڅو د هر افغان دا هیلې غوړولي، چې اوس افغانستان عملاً د سیمې د هېوادونو اقتصادي شریک دی، نو په همدې اساس به د سیمې هېوادونه یو له بل سره په وصلیږي او افغانستان به د مرکزي رول په لوبولو سره د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ د وصل نقطه ګرځي.