ټرمپ او پوتین د اوکراین په اړه د خبرو پر پیل هوکړې ته رسېدلي
د روسیې تاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د روسیې ولسمشر له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره د اوکراین په اړه ټیلفوني خبرې کړې دي.
په دغه یو نیم ساعته مکالمه کې دواړو لوریو د خپلمنځي اړېکو سربېره د منځنۍ اسیا په تحولاتو هم خبرې کړي دي.
تاس په خپل خبر کې ویلي، د دواړو هېوادونو ولسمشرانو دغو خبرو کې د اوکراین جګړې پای په اړه د خبرو پر پیل هوکړې ته رسېدلي او پوتین ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه هم ورکړې.
بلخوا د یو شمېر اروپایي هېوادونو چارواکو دغې هوکړې ته په غبرګون کې ویلي، د اروپا له شتون پرته به اوکراین کې د سولې خبرې ګټه ونه لري او هلته به نا عادلانه سوله ټینګه شي.