د ا.ا.ا مشرانو نیولو غوښتونکی کریم خان خپله له بندیزونو سره مخ شو

د ا.ا.ا مشرانو نیولو غوښتونکی کریم خان خپله له بندیزونو سره مخ شو نړۍ
د جرمونو نړېوالې محکمې څارنوال کریم خان

رویټرز خبري اژانس خپور کړي راپور کې ویلي، چې سپینې ماڼۍ د نړېوالې جنايي محکمې په یوه څارنوال کریم خان بندیزونه لګولي دي 

اژانس وایي، دغه څارنوال لومړی کس دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا پرې بندیز تصویب کیږي.

کریم خان پاکستاني الاصله بریتانوی دی چې سپینې ماڼۍ پرې اقتصادي او د سفر بندیزونه لګولي دي.

امریکا ولې کریم خان ته غوصه شوې؟ څو موده وړاندې د نړېوالې جنايي محکمې یاد څارنوال د اسرائیلي مشر نتنیاهو او د اسرائیلو دفاع وزیر د نیولو غوښتنه کړې وه، هغه چې ډونالډ ټرمپ یې په غبرګون کې بندیزونه پر وضع کړل.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې کریم خان د جنایي جرمونو نړېوالې محکمې له ادرسه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله او د افغانستان سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د نیولو غوښتنه کړې وه.

تړلي موضوعات