له چین څخه د افغانستان په لور اورګاډی را خوځېدلی دی

له چین څخه د افغانستان په لور اورګاډی را خوځېدلی دی سوداګرۍ او اقتصاد
له چین څخه د افغانستان په لور خوځېدلی رېل ګاډی

چینایي رسنۍ وایي، یو بار وړونکی اورګاډی پرون دوشنبه د چین له چونگ چینگ ښار څخه د افغانستان په لور خوځېدلی دی.

 د چین شینهوا رسنۍ وایي، دغه اورګاډی چې مخابراتي او نور وسایل لېږدوي تر راتلونکو ۱۲ یا ۱۵ ورځو به افغانستان ته ورسېږي.

 سرچینه وایي، په اورګاډي کې بار مخابراتي وسایل د چین ZTE  مخابراتي شرکت لخوا تولید شوي او په افغانستان کې به د مخابراتي شبکو په پراختیا کې وکارول شي.

 د یادونې ده، چې څه موده وړاندې هم د افغان سوداګرو په سوداګریزو توکو بار اورګاډی له چین څخه افغانستان ته راغلی و.

تړلي موضوعات