ټرمپ ولې بیا ځلې غزه کې د جګړې اور ته لمن وهي؟

ټرمپ ولې بیا ځلې غزه کې د جګړې اور ته لمن وهي؟ نړۍ
غزه له ۱۵ میاشتنې جګړې وروسته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حماس جهادي غورځنګ له لوري د بندیانو تبادلې ځنډولو ته په غبرګون کې ویلي، که حماس د را روانې شنبې په ورځ اسرائیلي بندیان خوشي نه کړی، دی به د اوربند لغوه کولو وړاندیز وکړي.

 حماس جهادي غورځنګ تېره ورځ د اشغالګرو اسرائیلو له لوري په مکرر ډول د اوربند مواردو نقض په غبرګون کې د بندیانو د تبادلې لړۍ وځنډوله.

 ټاکل شوې وه، چې د را روانې شنبې په ورځ د حماس او اسرائیلو ترمنځ د بندیانو د تبادلې شپږم پړاو ترسره شي.

 بلخوا حماس بیا په وار وار ویلي، چې دوی د اوربند ټولو مواردو ته ژمن دي او تر اوسه یې دې برخه کې هیڅ ډول خنډ او ځنډ نه دی رامنځته کړی.

 حماس تر دې وړاندې دا هم ویلي، چې د جګړې په ډګر کې به هیڅ ډول فشار ته تسلیم نه شي.

 د امریکا ولسمشر ټرمپ داسې مهال یو ځل بیا غزه کې جګړې اور ته لمن وهي، چې نوموړي په پرلپسې ډول د غزې د کنټرول خبره کړې، خو هغه غوښتنه چې د نړېوالو له توندو نیوکو سره مخ شوې.

تړلي موضوعات