فلسطینیان کډوال نه دي چې د اسرائیلو په خوښه وشړل شي
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وروستۍ څرګندونې رد کړي او زیاته کړې یې ده، فلسطینیان په غزه کې کډوال نه دي چې د اسرائیلو هر وخت زړه وغواړي، له خپلې خاورې یې وشړي.
خبر پاڼه کې راغلي، اسرائیلي افراطي اشغالګر دغه ذهنیت نه مني چې فلسطینیان د ژوند کولو حق لري او په خبره یې، اسرائیلیان نه پوهېږي چې د فلسطین مقدسه خاوره د خپلو اوسیدونکو لپاره څه معنا لري.
اعلامیه کې راغلي، چې اسرائیلو اخلاقي مسؤلیت له پامه غورځولی او هلته یې زرګونه خلک شهیدان کړي دي.
اعلامیه کې په دې ټینګار شوی، چې فلسطینیان په غزه کې کډوال نه دي چې هر وخت اسرائیل وغواړي، له خپلې سیمې وشړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د نیولو او له دغې تړانګې د فلسطینیانو د بې ځایه کولو په تړاو د ټرمپ تر وړاندیز وروسته نتانیاهو ویلي و، چې فلسطینیان دې سعودي عربستان ته و لېږدول شي او هلته دې خپل فلسطیني حکومت جوړ کړي.