ایران کې مرګونی برید غندو او دولت ته یې تسلیت وایو

ایران کې مرګونی برید غندو او دولت ته یې تسلیت وایو سیاست
ایران کې مرګونی برید غندو او دولت ته یې تسلیت وایو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ا.ا کرمان ښار کې دغه چاودنې غندلې او د اوښتې مرګ ژوبلې له امله یې د ایران دولت ته تسلیت ویلی.

د افغانستان بهرنیو چارو  وزارت تازه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران کرمان ښار اړوند د سپاه پاسداران پخواني قومندان قاسم سلیماني زیارت ته څېرمه پرونۍ غبرګې چاودنې غندلې دي.

اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امارت یادې چاودنې غندي او د اوښتې درنې مرکژوبلې له امله د ایران دولت خلکو او په ځانګړي ډول د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران کرمان ښار ګلزار سیمې دخولي دروازه کې د تېرې ورځې غبرګو چاودنو کې ۱۰۳ تنو ژوند بایللی او تر ۲۱۳تنه نور ټپیا شوي دي.

تړلي موضوعات