اسلامي امارت د تفاهم له لارې له ايران سره د ستونزو حل غوښتونکی دی
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره کتنه کې ویلي، د تفاهم او ورورګلوۍ فضا کې د اړیکو پالل به د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او د ملتونو د هوساینې لامل وګرځي.
ښاغلي رئیس الوزراء دې کتنه کې ویلي، د اوبو موضوع کې افغانستان هیڅکله ایران ته د ضرر رسولو هوډ نه لري او دې برخه کې د ښه نیت پر اساس تعامل کوي.
نوموړي ایران کې مېشت افغان کډوالو ته په اشارې له ایراني لوري کډوالو سره د اصولو پر اساس د چلند غوښتنه کړې، په خبره یې، لنډه موده کې د افغان کډوالو د ویستلو مدیریت امکان پذیره نه دی او دې برخه کې باید تدریجي اقدامات وشوي.
بلخوا دې کتنه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر د ایران امنیت او ثبات د افغانستان امنیت او ثبات پورې تړلی بللی په خبره یې، وروستیو پرمختګونو دې پایلې ته رسولي، چې اسلامي امارت سره باید همکاري پراخه کړي.
سید عباس عراقچي د کډوالو او اوبو موضوع ته په اشارې ویلي، دواړ موضوعات باید د همکاریو د پراختیا لامل شي او ایران په ابرومندانه ډول د قانوني افغان کډوالو ستنولو ته ژمن دی.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې ایران هیڅکله د افغانستان کورني سیاست کې د لاسوهنې نیت نه لري، خو د اوبو ستونزې حل لپاره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بشپړ ډول د هلمند سیند اوبو د تړون په پلي کولو ټینګار کړی.
د یادونې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن یکشنبه د یو لوړي پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر راغلی.