د ایران بهرنیو چارو وزیر کابل ته په سفر روان شوی
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته روان شوی دی.
ښاغلي بقایې دغه سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا او متقابلو ګټو خوندیتوب لپاره مهم بللی دی.
نوموړي زیاته کړې، دغې سفر کې به د دواړو هېوادونو ګټو، دوه اړخیز تعامل او ګډو اندېښنو باندې له افغان چارواکو سره خبرې اترې وشي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالی کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر خبر ورکړی و.