د اسلامي امارت په واکمنۍ کې نږدې ۹ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي

د اسلامي امارت په واکمنۍ کې نږدې ۹ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي افغانستان
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیل بیا تر دې دمه ۱۵ میلیونه او ۱۸ زره کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

 

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې له دې ډلې یې ۹ میلیونه ۶۷ زره نارینه او ۵میلیونه ۹۵۲ زره یې ښځینه دي.

 

د احصایې او معلوماتو ادارې دا هم ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش کې چټکتیا راغلې او په دې موده کې ۹ میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

 

د سرچېنې په خبره تر ټولو زیاتې پېژندپاڼې په کابل، کندهار، هرات او بلخ ولایتونو کې اخېستل شوې دي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال ټول هېواد کې د برېښنایي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۳ وېش څانګې، ګرځنده کارډلې او له هېواده باندې بیا په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت یو مرکز فعال دی چې د پېژند پاڼو په اخېستو کې خدمات وړاندې کوي.

تړلي موضوعات