د پېښو مدیریت او ورته د رسېدنې په موخه ستراتيژيک پلان جوړېږي
له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي له پېښو سره مبارزې د ستراتيژيک پلان مشورتي غونډې ته ویلي، د دې ادارې مخکینی پنځه کلن پلان بشپړ شوی او د همدې لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې، څو د پېښو مدیریت لپاره ستراتيژيک پلان ترتیب او چمتو کړي.
ښاغلي ترابي ویلي، د دې پلان لومړۍ طرحه ترتیب او همکارو ادارو سره شریکه شوې ده.
نوموړي ټولو ولایتي ریاستونو ته لارښوونه کړې چې له هغو مؤسسو سره بشپړه همکاري وکړي، چې د پېښو مدیریت او زیانمنو خلکو سره د مرستو په برخه کې کار کوي.
له پېښو سره د مبارزې مدیریت ستراتيژيک پلان د چمتو کولو مشورتي غونډه وروسته له هغې کېږي، چې د اقلیمي بدلون له کبله په افغانستان کې هر کال سلګونه افغانانو ته د طبیعي پېښو له امله زیان رسېږي.