کابل او اسلام اباد دې د یو بل پر وړاندې له زغمه کار واخلي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغان او پاکستاني لوري غوښتي چې له زغمه کار واخلي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، مسکو د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکي کړکېچ ته اندېښنه لري.
مسکو وروسته له هغې دغه اندېښنه ښودلې، چې تېره ورځ افغان پوله ساتو ځواکونو د ډیورڼد فرضي کرښې بلې غاړي ته د شریرو کړیو او د هغوی د ملاتړو پټنځایونه په نښه کړل.
د افغان ځواکونو له لوري دغه انتقامي بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول، چې د پاکستان هوایي ځواک د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې پر ملګي وګړو بمباري وکړه او ۴۶تنه ملکیان یې شهیدان او ۶تنه نور یې ټپیان کړل.