افغانستان او سوریه به منظمې ډیپلوماټیکې اړیکې رامنځته کړي

افغانستان او سوریه به منظمې ډیپلوماټیکې اړیکې رامنځته کړي سیاست
د بهرنیو چارو وزیر خپل سوري سیال سره په ټیلفوني خبرو کې

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سوریې انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني سره ټيلفوني خبرې کړې دي.

 

مولوي امیرخان متقي دې ټیلفوني مکالمه کې له بریا وروسته د سوریې حکومت د عفوې او ښې حکومتولۍ لپاره دریځونه ستایلي او هیله یې څرګنده کړې، چې افغانستان او سوریه وکولی شي منظمې ډپيلوماټیکې اړیکې رامنځته کړي.

 

د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي، افغانانو نږدې نیمه پېړۍ کړاوونه لیدلي او د سوریې اوسنی وضعیت ښه درک کولای شي.

 

بلخوا د سوریې انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر په خپل وار ویلي، د ښکېلاک پر خلاف د افغانانو شل کلنه مبارزه مهمه تجربه وه چې زده کړې ترې کېدای شي.

 

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي او د دواړو لوریو پلاوي لیده کاته ولري.

تړلي موضوعات