د اذربایجان مسافر وړونکې الوتکې لوېدو پېښه کې ۴۰ کسان مړه شوي دي

د اذربایجان مسافر وړونکې الوتکې لوېدو پېښه کې ۴۰ کسان مړه شوي دي افغانستان
قزاقستان کې د اذربایجان لوېدلې الوتکه

د نړېوالو رسنیو د خبر له مخې دغه الوتکه له باکو څخه د چیچنیا مرکز ګروزنې ته پر لار وه چې د قزاقستان اکتائو ښار څخه په درې کېلومترۍ کې بېړنۍ ناستې ته مجبوره شوه.

 

ګارډېن ورځپاڼې د قزاقي چارواکو له قوله ویلي، د پېښې ځای ته په رسېدو یې ۲۷ کسان ژوندي ویستي دي چې د ځېنو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

 

په دغه الوتکه کې ټول۶۷ کسان سپاره وو.


د پېښې لامل د هوا خرابوالی ښودل شوی دی.

تړلي موضوعات