تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۱۰۰ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۱۰۰ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی افغانستان
د احصایې او معلوماتو ملي اداره

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې لېندۍ میاشتې په اوږدو کې د هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې هېواد ته ۱۱۴۰ بهرنیو وګړو د تګ راتګ خبر ورکړی.

 

دغې ادارې په خپله اېکس پاڼه د ثبت شویو ارقامو په اساس زیاته کړې، تر ټولو زیات بهرني وګړي د هرات هوايي ډګر، نیمروز، تورخم او آقینې بندرونو له لارې هېواد ته راغلي.

 

د یادونې ده، چې هېواد کې د اسلامي امارت له بریا سره زرګونه بهرني سېلانېان افغانستان ته راغلي او له ستنېدو سره د خلکو له ښه سلوک خورا اغېزمن شوي دي.

تړلي موضوعات