پر افغانستان د پاکستاني الوتکو بمبار؛ ا.ا.ا: دا کرغېړن عمل به بې ځوابه پرېنږدو
د افغانستان پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ځینو سیمو باندې پاکستاني پوځ الوتکو بمبار کړی؛ د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې دې بمبار کې عام ولسي خلک چې اکثره عام وزیرستاني مهاجرین دي په نښه شوي او د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي کسان پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې اسلامي امارت د خپلې خاورې او حریم څخه دفاع خپل حق ګڼي او دغه کرغېړن عمل به بې ځوابه پرېنږدي.
اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړېوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز بللی او په کلکه یې غندلی دی.
د افغانستان دفاع وزارت زیاته کړې، چې پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دغه ډول خپلسری عمل د هیڅ ستونزې حل نه دی.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې هم پاکستاني الوتکو د افغانستان پکتیکا او خوست ولایتونو ځینې سیمې بمبار کړې وې، چې اسلامي امارت هغه وخت د پاکستان یرغلیز اقدام ته توند غبرګون وښود او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان ګڼ نظامي مرکزونه په نښه او وویشتل.