کاپیسا کې ۳۵ کلنه شخړه په دوستۍ بدله شوه

کاپیسا کې ۳۵ کلنه شخړه په دوستۍ بدله شوه افغانستان
کاپیسا کې د دوو کورنیو ترمنځ تازه حل شوې دښمني

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، کاپیسا ولایت کې د خپل امریت په مشرۍ د دوو کورنیو ترمنځ د ۳۵ کلنۍ دښمنۍ د پای خبر ورکړی.

 

د سرچېنې په لیکنه دا ۳۵ کلنه دښمني د کاپیسا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت په هڅو او د قومي مخورو په منځګړیتوب د یوې منصفانه پرېکړې له مخې حل او دواړه کورنۍ سره غاړه غړۍ شول.

 

سرچېنې دا نه دي لیکلي چې یاده دښمني د کاپیسا په مرکز او که ولسوالیو کې وه، خو یواځې یې د حل خبر ورکړی.

 

یاده دې وي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د قومونو د یووالي مات شوي ځنځیر د پیوند هڅو په پایله کې تر دې دمه څه باندې ۱۳ سوه شخړې او دښمنۍ چې له امله یې سلګونه کسان مړه، زخمیان او د میلیونونو افغانیو په ارزښت یې مالي زیانونه اړولې و، حل کړې دي.

تړلي موضوعات