د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۵۳ افغانان هېواد ته را ستانه شول
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن سه شنبې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۵۳ افغانان وړمه ورځ د سپین بولدک له لارې هېواد ته را ستانه شول.
دغه وزارت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو په اساس زیاته کړې، چې ۴۵ تنه یې انفرادي او ۸ کسان د یوې کورنۍ غړي دي، چې تر پېژندلو او ثبت وروسته یې همکارو بنسټونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه وروپيژندل.
تر دې وړاندې، کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل مولوي سید عبدالجبار تخاري ویلي و، د اسلامي امارت په هڅو ۴ زره ۲۵۸ افغانان چې ماشومان او ښځې هم په کې وې د سیند ایالت له زندانونو ازاد او د هېواد له سرحدي سیمو یې افغانستان ته په خوندي توګه ستانه کړي دي.